الأحد، 24 يناير 2010

پټه خزانه

په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخيزه رنګارنګيپټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي. دغه اثر په کال ۱۳۲۲ لمريز کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبی وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ. د ((پټه خزانه)) له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا زیاته شوه چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري خو د وخت ناخوالو، پیښو او جګړو ورڅخه ډیر څه خوړلي دي. که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونو وروسته یوشمیر پښتو دښمنو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب هوايي او له غرض و مرضه ډکې نیوکې هم وکړې او ځینو خو ځانته دا جراأت ورکړ چې دغه کتاب ته (جعلي) ووایي.
زما له شخصي نظره: قلندر مومند او د هغه شاګردانو ددغو عواملو پر بنا پټه خزانه جعلي ګڼلې:
۱ علامه حبیبي د (پټه خزانه) پر رابرسیره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوه داسې په حیث وپیژندل شو چې د پښتو ژبې تاریخ یې راژوندی کړ، ټولو پښتنو د علامه دغه هڅه هومره وستایله چې د قلندر مومند په شان ځانته غره لیکوالانو او محققینو حسادت او رخه یې راوپاروله، ځکه خو یې په علامه حبیبي او پټې خزانې پسې راواخیستل. دوی فکر کاوه چې په دې کار به هماغومره شهرت وګټي لکه علامه حبیبي چې د پټې خزانې په موندلو او خپرولو سره ګټلی و.
۲ د پټې خزانې تر خپریدو پورې داسې ګومان کیده چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشحال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي او دوی ټول د پیښور د حوزې یا لږ تر لږه د لوی افغانستان د هغې برخې اوسیدونکي وو چې اوس یې کوزه پښتونخواه ګڼي. حال دا چې پټې خزانې ثابته کړه چې تر دې ډیر پخوا د غور- کندهار، زابل او کوټې په علاقو کې ستر شاعران تیر شوي دي، له بده مرغه دغه حقیقت هم د پټې خزانې مخالفینو- چې د ټولو پښتنو نه بلکې یوازې د خپلې سیمې او د خپل شهرت په اړه فکر کوي- ونه شو زغملای او پټه خزانه یې جعلي وګڼله.
۳ د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره یو ملي غورځنګ راپیل شو او یوشمیر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره ګوټونه روڼول دې مسئلې د ګاونډیو فرهنګونو یوشمیر متعصبو کړیو ته خوند ورنه کړ، د هغوی په نظر پښتو د غرو د خلکو یوه وحشي ژبه ده او که د فرهنګ نړیدلي څلي یې ودان شي نو پښتانه به مدني ژوند ته متوجه شي او بلاخره به یې ملي شعور لوړ شي چې په پای کې به سیاسي واک هم په لاس کې ونیسي، ددې پروسې د مخنیوي لپاره ایرانیانو او پنجابیانو په یوشمیر دسیسو جوړولو پیل وکړ چې یوه یې هم د پټې خزانې د جعلي والي ډنډوره وه، له بده مرغه یوشمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په غیرمستقیمه توګه ددغو ډنډورو ښکار شول.
دا و، زما له شخصي نظره، له پټې خزانې سره د دښمنۍ عوامل.
خو ولې پټه خزانه له دومره دښمنیو سره سره لا هم د افغاني فرهنګ پر هسک د لمر په شان ځلیږي؟، ځکه چې دغه کتاب که له علمي پلوه وڅیړل شي ګڼ شمیر داسې نه انکار کیدونکي اسناد پخپله د کتاب په متن کې شته چې ددغه کتاب پر اصالت ګواهي ورکوي، له دې دلایلو څخه یو هم په پټه خزانه کې د راغلیو شعرونو د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي ده چې هیڅ کله هم زموږ د پیړۍ د یوه یا حتی څو تنو محققینو پر لاس نه شي ایجادیدلای او که څوک ډیر لږ هم د هنري ارزښتونو پر رموزو پوه وي پر دې پوهیدلای شي چې د داسې متفاوتو هنري ارزښتونو رامنځ ته کول د تاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې د بیلابیلو شرایطو او تاریخي موقعیتونو په نظر کې نیولو سره د منحصر به فرد سبک لرونکو شاعرانو کار دی، نه د یوه یا څو تنو محققینو.
له دغې مقدمې وروسته د پټې خزانې سبکي ویش له درییو اړخونو څخه ترسره کیدای شي؛ له تاریخي پلوه د پټې خزانې د سبکونو توپیر، له موضوعي پلوه د سبکونو پیژندنه او د هغو شکلي بدلون. په لاندې کرښو کې به د هرې موضوع لپاره بیل بحث وکړو.
۱۱ په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنګارنګي:
اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجری ق. کال څخه تر (۱۱۰۰) هجری ق. پورې د پښتني فرهنګ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوه ټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانګو لرونکي دي.
عجیبه داده چې د پټې خزانې فاضل مؤلف (محمد هوتک) هم په دې تفاوتونو پوهیدلی او پټه خزانه یې په درې برخو (پخوانیو شاعرانو، د مؤلف معاصرو شاعرانو او ښځینه شاعرانو) باندې ویشلې ده.
تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت خاونده ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورګرځي:
زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نستهپه هند و سند و پر تخار و پر کابل نستهبل په زابل نسته له ما اتل نستهدغه ویاړنه هم د لغاتو له نظره لرغونې ده او هم د شکل له نظره ځکه تر ډیره حده په هغه وخت کې د پښتو معمول وزن او جوړښت لري چې ددغه میړني ولس زیږیدنه ده او له هیڅ پردي قالب څخه تقلید شوې نه ده.
له تاریخي پلوه د پټې خزانې د متونو بل اهمیت دا دی چې د یوشمیر قدماوو په متونو کې ګڼ تاریخي ارزښتونه، پیښې او حوادث ثبت شوي چې بل ځای نه شي موندل کیدای مثلاً د بابا هوتک په سندره کې:
پر سور غر بل راته نن اور دی وګړیه جوړ راته پیغور دیپر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغیچې په هغه وخت کې له مغلو سره د پښتنو د جګړو یو انځور ارائیه کوي او په کې د هغه وخت تاریخي پیښې ثبت شوي دي. د سبکونو له مخې څرنګه چې هر شاعر او ویېونکی د بیل ټیپ او شخصیت خاوند دی شعرونه یې هم په بیلابیلو سبکونو ویشل کیږي. امیرکروړ اساساً یو امیر او جنګیالی دی، پهلوان دی او له تورې او ننګ سره سر و کار لري ځکه یې شعر ویاړنه ده حماسي رنګ لري او په هغه کې پر خپله پهلواني نازیدلی دی، چې خپل سیال په کابل او زابل نه ویني، بابا هوتک د یو قومي ملي مشر، مدبر شخصیت او بانفوذه وګړي په حیثیت د ویاړنې او حماسې ترڅنګ د دښمنو (مغلو) وحشیانه اعمال غندي او د خپلو زلمیو جنګیالیو ویاړونه او شهامت ستایي او هغوی جګړې ته هڅوي:
غښتلو ننګ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دیپه پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغیترآخرهد ملکیار بابا هغه سندره چې ترنک سیند ته یې ویلې همداسې یوه تاریخي ارزښمنه هستي ده چې هم د شکل له مخې او هم د هغه وخت د ټولنیزو ځانګړنو ښه سند یې ګڼلای شو. ددې په مقابل کې بیا هغه مهال چې تصوف او عرفان په پښتو کې ډیر دود شو او پیري مریدي په کې معموله شوه صوفي شاعران وځلیدل او د عرفان ډیرې جلوې یې په پښتو ادبیاتو کې خوندي کړې. په دې دوره کې له شیخ متي او شیخ رضی لودي څخه رانیولې آن تر رحمن بابا پورې ګڼ شمیر نور شاعران راځي چې د دغې تاریخي دورې ځانګړنې په کې خوندي دي. په دې لحاظ د تاریخي دورو رنګارنګي یو له هغو معیارونو څخه دی چې په پټه خزانه کې د بیلابیلو شاعرانو سبکونه پرې بیلولای او ویشلی شو.
۲ له موضوعي پلوه د پټې خزانې د متونو تفاوت:
د پټې خزانې خوندي کړي شعرونه د موضوع له نظره خورا بډای او رنګارنګ دي، ویاړنې، عشقي موضوعات، ویرنې، حماسي شعرونه، د طبیعت د ښکلاوو ستاینې، فلسفي مسایل، عرفان او تصوف، د تاریخي پیښو ثبت او نور موضوعات په کې ارائیه شوي دي. مثلاً د ریدي خان مهمند د محمودنامې هغه برخه چې په پټه خزانه کې راغلې د افغانستان د ویاړلي تاریخ یوه مهمه برخه رانغاړي او د موضوع له نظره ډیره ارزښتمنه ده، یا هم د شیخ اسعد سوري بولله (قصیده) چې ښایي په شرق کې تر ټولو ممتازه او عالي ویرنه یې وبللی شو:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمو لوی هرګل چې خاندي په بهارهر غټول چې په بید یا غوړیده وکا ریژ وي یې پاڼې کاندي نار په نارترآخرهاو په همدې توګه د ښکارندوی غوري هغه شهکار قصیده چې د پسرلي ښکلاوې یې په پوره مهارت ستایلي دي:
د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنګارونه بیا یې ولونل په غرونو کې لالونهمځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې طیلسان زمردی واغوسته غرونهترآخرهد ښکارندوی ددغې قصیدې لویه برخه د نچرلیزم (طبیعت پالنې) یو نړیوال شهکار دی.
او د موضوع له نظره بیا د شیخ بستان بړیڅ بدله بیخي متفاوته ده:
اوښکې مې څاڅي پر ګریوان یو وار نظر که پر ماراسه ګذر که پر ماد مینې اور دې زما زړګی وریت په انګار کیناښې تار و نار کینا ...ترآخرهدا بیا د عشق سوز او ګداز په هغه ژبه شرح کوي چې د یوه ښه لیریک شعر خصوصیت دی. په پټه خزانه کې د موضوع رنګارنګي دومره پراخه ده چې آن له پند و عبرت څخه ډکې کیسې یا منظومه ګۍ هم په کې شته او یوه ښه نمونه یې د حافظ عبداللطیف اڅکزي د سوی او اوښ کیسه ده:
غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږه سوهترآخرهد موضوع له پلوه د هر شاعر سبک دومره متفاوت دی چې سړي ته د پښتو لرغونو ادبیاتو د بډاینې او پراخوالي په اړه حیرانتیا پیښوي چې څنګه زموږ نیکونو د هرې ټولنیږې پیښې، پدیدې او ارزښت لپاره ادبي ایجاد او هستونې کړي دي او په دې اړه یو لوی ګنج (پټه خزانه) د ثبوت ښه شاهد دی.
۳ له شکلي پلوه د پټې خزانې د سبکونو رنګارنګي:
پټه خزانه د پښتو شاعرۍ د بیلابیلو فورمونو یوه لویه ګنجینه ده. د معمولو قالبونو لکه غزل، قصیده، مثنوي، رباعی، ترکیب بند، ترجیع بند، قطعه، او نورو پرته د هغه مهال پښتو معمولو قالبونو موجودیت هم خورا په زړه پورې دی، په دې کې بدله، ناره، سندره او نور محلي قالبونه دومره خواږه دي چې له عربو څخه راغلي یوشمیر ادبي قالبونه ورسره سیالي نه شي کولای او له دې څخه دا څرګندیږي چې هغه مهال د پښتو ځانګړي فورمونه ښه په کلکه پالل کیدل او په ولس کې ډیر منلي او په زړه پورې وو.
زه غواړم دلته پر همدې موضوع یو څه تم شم؛ غزل، قصیده، مثنوي او نور قالبونه له خپل عربي سټایل سره ډیر وروسته پښتو ادب ته راغلل او تر دې پخوا پښتنو خپل بومي شعري فورمونه لرل د ادب د تاریخپوهانو له نظره د لنډیو تاریخ نه دی معلوم او زرګونو کاله پخوا ته رسیږي همداراز بدلې چې په طبیعي توګه د پښتو ادب یو ممتاز فورم دی، دغه فورم نه یوازې په ولسي او فولکلوریکه بڼه په خلکو کې، بلکه له نیکه مرغه په پټه خزانه کې هم خوندي پاتې شوی دی.
بدلې یو له بلې سره له وزني پلوه یو څه تفاوتونه لري خو د هندسي جوړښت له مخې ګډ قالب لري، لومړۍ مسرې یې اوږدې او دوهمې یې لنډې وي. دوه دوه بیتونه سره همقافیه وي او په ځینو بدلو کې اوله مسره تر دوو بیتونو وروسته تکراریږي. بدله عالي موسیقیت لري او ښکاري چې زموږ لرغونیو شاعرانو به په ترنم ویلې، ځکه خو یوشمیر دغه بدلې اوس هم په اسانۍ او خوږلنۍ سره د موسیقي په پردو کې راتلای شي. بدله د پښتنو له اجتماعي فطرت سره په طبیعي توګه مطابق فورم دی او که څوک وغواړي کره کتنه وکړي نو نظر غزل ته له موضوعي پلوه ډیرې پوره او بشپړې دي ځکه په بدلو کې وزني او قالبي محدودیتونه هیڅکله د یوه شاعرانه تصویر د ناقصې ارائیې، باعث نه ګرځي. په پټه خزانه کې د شیخ بستان بړیڅ، د سیدال خان ناصر او نورو ګڼو شاعرانو خوږې بدلې د یادولو وړ دي او د موسیقیت لپاره یې د بهادر خان دغه خوږه بدله د یادولو وړ ده چې زموږ د زمانې ښه سندرغاړي احمدولي ډیره خوږه سندره ورڅخه جوړه کړې:
بیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅيدا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅيترآخرهپایله:
له پورتنیو یادونو څخه دا زیاتیږي چې پټه خزانه له تاریخي- موضوعي او شکلي پلوه د بیلابیلو سبکونو یو رنګینه خزانه ده چې په هیڅ ډول د یوه یا حتی څو ذهنونو حاصل نه شي کیدای او ددغه کتاب د منکرینو په حدس هیڅ کله یو جوړ شوی (جعلي) کتاب نه شي کیدای ځکه چې د دومره ډیرو رنګینو- متفاوتو او عالي سبکونو رامنځ ته کول په هغه مهال (۱۳۲۲) لمریز کې هغه هم د یوه شخص له خوا د نه منلو وړ خبره ده. زما په نظر دا مسئله لار نورو څیړنو ته اړتیا لري، ځکه د پټې خزانې د متونو رنګیني او عالي سطح او دقیقه پلټنه په خپله ددغه ارزښتمن کتاب حقانیت او لرغونوالی ثابتوي.

پټه خزانه

الخميس، 21 يناير 2010

د لوګر ولایت یوه اوسیدونکي د هیواد په کچه د وزن را ښکلو یو بي ساری ریکارډ ټینګ کړ.

دغه پهلوان شاه محمد نومیږي چې د برکي برک د ولسوالۍ اوسیدونکی دی او اصلي دنده یې هم دهقاني ده.
نوموړی په دې توانیدلی چې په یوازي سر په خپلو ویښتانو باندي څلور کرولا ډوله او یو کاسټر مسافر وړونکی موټر د څو مترو په واټن را کش کړي.
پهلوان شاه محمد وایې چې دولت ورته هیڅ راز پاملرنه نده کړي او شاید هم د ملي المپیک کمیټه تر اوسه پوري خبره هم نه وي چې شاه محمد څوک او چیرته ژوند کوي.
نوموړی چې له حکومت څخه سخت ګیله من ښکاریده دا وړتیا هم لري چې د وړو شل منۍ بوجۍ او یو شپیته کیلوګرامه انسان دواړه په خپلو اوږو بار او د بایسکیل به سپرلو یې تر څو متره واټن پوري انتقال کړي.
شاه محمد د هیواد په کچه د وزن د را کشولو او پورته کولو بي ساری ریکارډ ټینګ کړی دی.

الأربعاء، 20 يناير 2010

يوه کس د خپل واده په ورځ (٤٢) کيلومټره وځغاستل



په آمريکا کې يوه کس د خپل واده په ورځ د (ماراټن) د ځغاستې په لوبه کې ګډون وکړ او (٤٢) کيلومټره يې وځغاستل.
د (عکاظ) په نوم ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه (٣٢) کلن کس ټينګار کاوه، چې ځينې ورزشي فعاليتونه په لنډه موده کې د واده د مراسمو تر ترسره کېدو مخکې تر سره کړي.
ده د ځغاستې په سيالي کې، چې د شمالي آمريکا په (کاروليناى) ايالت کې پر لار اچول شوې وه، ګډون وکړ او (٤٢) کيلومټره يې وځغاستل.
دغه کس په دې اړه وويل: "ما او ملګري مې د واده د مراسمو تر تر سره کېدو څو ساعته وړاندې له سړې هوا سره د مبارزې په خاطر د ځغاستې په سيالي کې ګډون وکړ. البته زه د درېيو ساعتونو او (٤٧) دقيقو په وخت کې ټاکلي هدف ته په رسېدو وتوانېدم."
د يادولو وړ ده، چې زوم په دې سيالي کې د پام وړ مقام ګټلى او ويلي يې دي، چې د دې مقام د لاس ته راوړلو په خاطر يې خپل واده څو مياشتې ځنډولى و.
دى په دې اړه وايي: "دا چې ما د ځغاستې په سياليو کې څو ځله نور هم ګډون کړى او زياتره وختونه مې ښه-ښه مقامونه هم خپل کړي دي، ځکه مې پرېکړه وکړه، چې د وروستي ځل لپاره په ورته سيالي کې د گډون کولو په موخه به خپل واده پنځه مياشتې ځنډوم. ما په تېرو پنځو مياشتو کې ډېر سخت تمرينونه وکړل او ځان مې د دې جوګه کړ، چې په (٥٠) کيلومټره ځغاسته کې د برخې اخيستو په صورت کې د هېڅ ډول ستړيا احساس ونه کړم."

الأحد، 17 يناير 2010

یوه تازه تحقیق پایلي ښیې چې پروټین د انسانانو له حافظې سره نږدې اړیکي لري.

د پروټین تجزیه د انسانانو د حافظي د له مینځه تګ لامل ګرځي چې په پایله کې یې د الزایمر ناروغي رامنځ ته کیږي.
د امریکایي محقیقینو یوه څیړنه ښيي چې د پروتینونو تجزیه د مغزو د ژونکو ساختمان ته صدمه رسوي او د هغه ارتباط د قطع کیدو لامل ګرځي چې عصبي رشتې یې یو له بل سر د مشخصو مسایلو په اړه ټینګوي.
دغه رابطه د کپیوټر د سرکټونو تر منځ اړیکې ته ورته ده .
د امریکا د اریزونا د پوهنتون د جنسي کروموزومونو د تشخیص او څیړلو د انستیتیوت پر وینا چې پروتین که څه هم د بدن نورو برخوته ګټه لري خوتر ډیره بریده د حافظي د کمزوري کولو په برخه کې هم رول لوبولای شي.
دا لومړی ځل دی چې داسي یو تحقیق د پروټینو په باب تر سره کیږي چې د انسان بدن ته د تاوان د رسولو څرګندويي کوي

د نړۍ تر ټولو اوږده انسان د نړۍ له تر ټولو واړه سړي سره په ترکیه کې ملاقات وکړ.

د نړۍ تر ټولو کوچنی سړی د چین هیواد دی چې پینګ پینګ نومیږي او په لاندې انځور کې د نړۍ له اوږده سړي سلطان کوسان سره د خبرو اترو په حال کې لیدل کیږي.
دغه ملاقات د ترکیې هیواد له لوري د جنورۍ میاشتې په ۱۵مه نیټه د ترکیې په پلازمینه انقره کې ترتیب شوی وو.
پینګ پینګ یو خوشهاله مزاجه انسان دی چې له ټوکو ټکالو ډیر خوند اخلي خو سلطان کوسان بیا یو جدي او قهرجن انسان دی چې د هغه د ګاونډیانو پر وینا کله کله یې خندا په شونډو خپره وي.
ښاغلی پینګ پینګ ۷۳ سانتي متره ونه ( قد) لري او د ترکې سړي قد بیا دوه متره او ۴۷ سانتي متره دی.
د دغو دوو نومونه د ریکارډونو په نړیوال کتاب ګینیس کې ثبت شوي دي.
ویل کیږي سلطان کوسان او پینګ پینګ په خپل دغه عجیب ملاقات کې د یوه ژباړونکي په واسطه یو له بل سره خبري کولي او د خبریالانو او انځوراخیستونکو تر تاثیر لاندي راغلي ول. 2010/01/17

الجمعة، 1 يناير 2010