السبت، 20 فبراير 2010

ساینسی تحقیق دشپې په رڼاکې خوب کول ودماغ ته نقصان رسوی

خوب دلله جل جلاله یوله بې مثله نعموتونوڅخه یونعمت دی اوالله جل جلاله فرمایی؛ چی خوب ستاسو لپاره ارام اوسکون دی، داچی اوس داخوب په رڼاکې ښه دی اوکه په تاریکه کې ساینس پوهانوپردې باندی څیړنه کړېده، ځینې خلک خوب دتاریکۍ پرځای په رڼاکې ښه بولی اوخوښوې یی، اوساینس پوهان بیاپه دې انددی چی په رڼاکې خوب ودماغ ته نقصان رسوی د (سوسایټی فارنیوروساینسز) په کلنۍ غونډه کې یولوی نظرداورکول شوچی هغه کسان چی په رڼاکې خوب کوی په هغوکی دروحی تکلیف اوفشار (Tension, Depression) زیات دی، اونښې نښانې ئې له ورایه معلومیږی، اوهغه کسان چی داتوساعتونولپاره په تارېکه کی خوب کوی، په دې کسانوکی هیڅ دروحی تکلیف اوفشارنښې نښانې معلومېږی اوداخلک نسبت وهغوخلکوته چی په رڼاکې خوب کوی ددماغ له پلوه ډېرپه استرحت باندی دی اوداتجربې ډېرې شوی دی اوڅېړنې ئې پایلوته رسېدلې دی۔ دانسان دماغ په رڼا اوپه تاریکه کی مختلف هارمونونه پیداکوی، هغه هارمونونه چی په رڼاکی پیداکوی هغه ترهغوهارمونونوچی په تاریکه کی ئې پیداکوی ډېرګټوردی ۔ اوبل داچی په تاریکه کې دخوب حرکت (Cycles) ډېرښه دی نستب ورڼاته، اوپه رڼاکې سترګې داسی اشارې وماغ ته لیږی چی دماغ وپوره ارام ته نه پرېږدې، که څه هم سترګې پټې وې، اوسترګې ئې وارام ته نه پرېږدې۔ داخبره په (بیهیویرل برېن رېسرج) څیړنیزه جرېدې کې نشرشویدی۔

السبت، 13 فبراير 2010

څيړونکو د موبایل ټلیفونونو د منفي اغیزو د موندلو په لړ کې د خوب پر وخت د انسانانو په ارګانیزم باندي د ګرځنده ټلیفون د تاثیراتو په اړه یوه تازه تحقیق

بدن ته یې نږدې ایښي وي د دې لامل ګرځي چې د هغوي خوب مختل شي، سردردي، د تمرکز کمیدل، خفګان او کسالت لامل شي.
څيړونکي توصیه کوي چې د خوب پر وخت باید یا موبایل مړ کړای شي او یا لږ تر لږه د خوب له ځایه نیم متر لري کیښودل شي.
هغوي وایې چې د ټلیفوني امواج د وینو د هغه هورمون د ضعیفولو لامل ګرځي چې ملاتونین نومیږي .
ملاتونین هغه هورمونونه دي چې د جنسي اړیکو د تقویې او په ښځینه وو کې د حاملګۍ پر وخت کارنده رول لوبوي