الأحد، 21 مارس 2010

د بریتانیا ساینس پوهانو یوه داسي ډول کمپیوتر جوړ کړی

چې کولای شي د انسانانو حافظه
ولولي او هغه څه چې د یو انسان له حافظې وتلي وي بیرته نوموړی شخص ته ور په یاد
کړي.
دغه نوی کمپیوټر اوس هغه خیالونه په واقیعت بدلوي چې یو انسان به وکولای شي
له خپل فکر څخه وتلي خبرې بیرته ور په یاد کړي.
د بریټانیا ساینس پوهانو ویلي چې
دغه ډول کمپیوټر یې معمولی کمپيوترونو ته تر انکشاف ورکولو وروسته رامنځ ته
کړی دی.
دغه نوی کمپيوتر به دا وړتیا هم ولری چې د انسان د ګوتې په څیر چې د
کتاب پاڼي په یوه خاصه موضوع پسې لټوي، د یو کس ماغزه ولټوې او ترینه له یاده وتلي
یاداشتونه را ژوندي
کړي.

الجمعة، 5 مارس 2010

تر احمد شاه بابا وړاندي د افغانستان حالات

د افغانستان د نويو پيړيو تاريخ د احمد شا بابا د واکمنی پيليږي. هغه مهال په سيمه او نړی کي د نويو بدلونو پر لور د هيوادونو خوځښت او په هېوادونو کي د غورځنګونو بهير داسي اغيزمن وو چي مورخين يې د نوي پير نوم ايښودلو ته اړ کړل ، همدې ځانګړتياو ته په پام مورخينو هغه مهال ته د نويو پيړی ( قرون جديده ) نوم او اصطلاح وکارول . دا مهال په افغانستان کي د اعليحضرت احمد شا بابا د واکمنی پيل دی، په دې لنډه ليکنه کي د احمد شابابا تر واکمنی وړاندي د افغانستان حالاتو ته لنډه کتنه شوېده ، چي ښاغلی لوستونکي يې لوستلو ته رابلم الف : سياسي او نظامي حالات : د هرات تيموري دولت تر نړېدو وروسته ، په افغانستان کي د دريو ګاونډيو له لوري پر له پسې يرغلونه پيل شوه . د هېواد لوی ښارونه کله ديوه او کله د بل ګاونډي تر واک لاندي راتلل. د دې يرغلونو په وړاندي د هيواد په بيلا بيلوسيمو کي د خپلواکۍ لپاره پر له پسې غورځنګونه د هېواد د ميړني اولس له لوري ، تر سره کېدل. د هيواد په شمال کي دخپلواکی لپاره د بيګانو له لوري پيل شوي مبارزې دشېبانيانو واکمني ته خنډ ګرځيدلي وه. د هېواد په ختيځو سيمو کي دخوشال خان خټک او روښان پير پر له پسې اتل والو هڅو مغولان ماتي ته نږدې کړي وه ، خو په کندهار کي د ميروېس نيکه په مشرۍ ملي پاڅون د صفويانو د واکمنی ټغر ټول کړ او هېواد يې دوه سوه کلنی بې ثباتی وژغوره. په کندهار کي د مير ويس نيکه په تدبير د هيواد څه ناڅه دوه سوه کلنه بي ثباتي پای ته ورسيدل. په کندهار کي د صفويانو ظالم والي ګرګين مړ او د هيواد دملي واکمني بنسټ کښيښودل شو. خو داصفهان فاتح هوتکي شامحمود په ١٧٢٢ ميلادي د صفويانو ورستي واکمن ته يوه داسي تاريخي ماته ورکړه چي د خپلي پاچاهۍتاج يې په خپل لاس د افغان فاتح پر سر کښيښود. هغه مهال افغانانو دوه سياسي مرکزونه پالل ، شاه محمود هوتکی د اصفهان او شاه حسين هوتکي د کندهار اداره پر غاړه درلودل. په اصفهان کي د شاه محمود هوتکي تر مړيني وروسته د چاورو واګی شاه اشرف ته ورسېدې .هوتکي شا اشرف په ( ١٧٢٧ ميلادي کال د اصفهان واکمن شو . نوموړي په ايران کي د شاه محمود هوتکي د سوبو لړی پر له پسې وساتل اويو شمير نوري سيمي يې هم تر خپل واک لاندي کړې، د عثماني ترکيې له خوا په بغداد کي د ګمارل شوي والي يرغل يې پر شا وتنباوه ، د روسي لښکرو په وړاندي يې د خپلي واکمنۍ سيمي وساتلې ، تر خپل واک لاندي سيمو کي يې امن تامين کړ ، د ترکانو سره يې د ښه ګاونډيتوب په پلمه د سفيرانو شتون ومنی،تر خپلي واکمنۍ لاندي سيمو کي يې د ډيرکيو مذهبي چارو د پر ځای کولو او پاللو زمينه برابره کړه ، په خپل نوم يې سکه و وهل چي د اشرفۍ په نوم تر اوسه هم د طلايې سکې په توګه اعتبار او ارزښت لري او په دې تر تيب يې پنځه نيم کاله پر له پسې د اصفهان ښار د يوه افغاني مرکز په توګه تر خپل ګروټ لاندي وساتۍ.هغه مهال چي شا اشرف د ايراني خاوري د بشپړتيا لپاره د روسي ځواکونو په وړاندي د بريو پر لور روان وو، د ايران په دننه کي د نادر شاه افشار سره يو شمير کسان مل او د شا اشرف په وړاندي يې د بغاوت چاري پيل کړې . نادر شاه افشار له يوې خوا د صفويانو پاتي شوني سره يو کړل او له بلي خوا يې د هغو بوختياو ګټه پورته کړه چي شا اشرف د روسي ځواکونو سره د ايران په شمالي برخو کي درلودې ، تر ټولو اغيزمن او ټاکونکۍ اړخ داو چي د شاه اشرف د مرستي لپاره هوتکي واکمنو د لومړي مرکز ( کندهار ) د مرستي هيڅ ډول تدابير پلي نه کړل . په داسي پيچلو حالاتو کي شاه اشرف او د هغه ځواکونه د بشپړي ماتي سره مخ اواصفهان د نادر شاه افشار ځواکونولاندي کړ. په دې تر تيب د افغانانو واکمني پر اصفهان پای ته ورسيدل. شاه اشرف لومړۍ د هلمند ګرمسيرسيمي او بيا ښوراوک ته ورسيدۍ او هلته د ابراهيم نومي په لاس په ١٧٢٩ ميلادي کال و وژل شو.اما، کندهار د هوتکي واکمنۍ لومړنی پلازمينه چي د ١٧٢٢ ميلادي کال را وروسته په پرله پسې توګه د هوتکي شاه حسين له لوري اداره او ساتل کيدل، د هوتکي شاه محمود تر مړني وروسته هم د يوه ځواکمن مرکز په توګه د شينډنډه تر غزني او کابله د کوټي تر ګومل او بيا پنجاب پوري زياتي سيمي تر خپل واک لاندي درلودې. نادر افشار د اصفهان تر نيولو اوه کاله وروسته د هوتکي واکمنی دوهم مرکز ته پام واړاوه. لومړی يې د افغانستان شمالی سيمی په خپله واکمنی کي شاملي کړې، بيا يې په ١٧٣٦ ميلادي کال د کندهار پر لور خپل ځواکونه وليږل. شاحسين هوتکي د خپل نامتو قوماندان سيدال خان ناصر په ميړانه پوره يوکال د کندهار ښار د فاع وکړل. تر يو کال او څو مياشتواوږدې کلابندی ورسته نادر افشار لومړۍ سيدالخان ناصر او د شاحسين هوتکي زوی د کلات په سيمه کي ونيول او هغوۍ يې د سترګو د نعمته محروم کړل. تر هغه وروسته د کندهارښار کلابندي ماته او نادر افشار کندهار ته ننوت ، شاحسين هوتکي يې لاس تړلۍ د مازندران زندان ته وليږی او هلته يې د زهرو په وسيله مړکړ . په دې ډول د هوتکي امپراتورۍ لړۍ ته په ١٧٣٦ ميلادي کال د نادر افشار په وسيله د پای ټکی کښيښودل شو.نادر افشار د کندهار تر نيولو وروسته د هند پر لور لښکر کښي وکړه .د افغانستان سهيلي او ختيځي سيمي يې تر لا هور او دهلي پوري تر خپل واک لاندي کړې ، خو د مزاج د بدلون او ايرانيانو د تربګنيو په ترځ کي نوموړۍ و وژل شو او تر شاه پاته واکمني يې تيت او پاشلې پاته شوه . احمد شاه چي د ډګر ازمويل شوی او د سياست څيرک ليدونکۍ وو ، دا تشه ډکه او په١٧٤٧ ميلادي کال يې په افغانستان کي د نوي امپراتورۍ بنسټ کښيښود.