الجمعة، 12 نوفمبر 2010

له پیازسره بې ځایه ضد مه کوئ




  1. ځینې کسان دپیاز په لیدلو پزې ته لاس نیسي اویایې دسبریجاتوله مینځه غورځوي دوی فکرکوي چې پیاز بې ضرورته څیزدی اودخوړونکي له خولې یې بوی ځي خوخبره داسې نه ده ډاکترد امروايي چېټ (‎(پیاز نه یوازې غذا بلکې دواهم ده )) پیازپه لرغوني مصرکې د مقدسو سبزیجاتو اواهلي ګیاوو په جمله کې راته اوپه سویس کې خو بیا دغه غذا ته یوه ورځ ځانګړې شوې ده چې د پیاز لپاره جشن په کې نیول کيږي.
    پیاز چې اې ، بي اوډي ویټامینونه لري په زیاته اندازه انزایمونه اود نباتي انسولین ډولونه لري اود دې ترڅنګ له ستریک اسیدو څخه هم خالي نه دي .
    پیازد کولموناروغۍ له مینځه وړي په ګرده کې د تیږې د جوړېدو مخنیوی کوي او رایس ستریت هم ورنه جوړیږي چې د ګردې د تیږو مخنیوی کوي اوکه څوک عصبي دردونه لري د پیازو شل ګرامه شیره دې چې له خاموپیازو جوړه وي له څلورسوه ګرامه ګرمواوبو اوڅلورګرامه بورې سره ګډکړي اوبیادې ورڅخه استفاده وکړي که همدغه پیاز په شیدوکې پوخ او وخوړل شي نودقولنجو اوګېډې د درد لپاره هم مفید دي اوکه دزیتون یاعادي غوړیوسره یې مخلوط کړو نودبواسیرلپاره ښه وي .
    ترټولو لویه ګټه یې داده چې د مسموموالي مخه نیسي ، خواړه هضموي ، د معدې ترشحات زیاتوي ، وینه تصفیه کوي اود وینې فشارکموي ،که دټکول شوي پیاز په اوبو د سرکې څوڅاڅکي ورواچوی اوبیاورنه څوڅاڅکیه په سترګوکې وڅڅوی سترګې به موپه سرکې اوښکې وکړي خوګټه یې داده چې ددماغ دوینې مخنیوی به موکړی وي اوکه شدید اسهال ولری نومیده شوي پیاز دمڼې له مساوې اندازې سره مخلوط وخورئ ،دپیاز په اړه ډاکترجزایري اولتونس کارلیه وايي پیاز یوازنی نبات دی چې نږدې ټول ویټامینونه لري چې مستقیمابدن ته جذبیږي اوهغه کسانوته هم زیان نه لري چې د شکرپه ناروغۍ باندې اخته دي .

په شرع كې څه شرم / ډاکترمحیب الله زغم


  1. ها بله ورځ يوه سړي خپله مېرمن د زړه د معاينې لپاره راوستې وه. ما وكتله، معاينه چې خلاصه شوه او دوى ولاړل، ومې ليدل، چې د معاينې مېز مې په وينو سور دى. مېرمنې مياشتنۍ مريضي لرله، شايد ټوكر به يې نه و استعمال كړى، له پايڅو يې هم وينه څڅېدلې وه.

    يو وخت مې په يوه كلي كې كار كاوه، يو وړوكى كلينيك مو و. قابله هم راسره وه. ځينو خلكو، چې د مور او ماشوم روغتيا ته به يې پام كاوه، خپلې ښځې به يې د زېږون لپاره هلته راوستلې. كله كله به داسې هم كېدل، چې د زېږون له كوټې څخه به د كلينيك تر دروازې پورې پر ځمكه د وينو ليكه جوړه شوه. ځينې ميرمنو له ځانه سره ټوكر نه راوړه او كه به ټوكر هم ورسره و؛ نو د استعمال طريقه به يې نه وه سمه. د ټوكر د ټينګ نيولو لپاره بايد نيكر واغوستل شي؛ خو زموږ په اكثرو كليوالو سيمو كې نيكر څوك نه پېژني.

    زړه نا زړه وم چې دغه مقاله وليكم كه نه؛ خو د ملا صاحبانو خبره مې راياده شوه چې وايي ((په شرع كې څه شرم)). دغه موضوع له څو اړخونو مهمه ده. يو دا چې دا د مېرمنو له سليقې او نظافت سره رابطه لري، بله دا چې د دوى د پردې خبره ده او مهمه لا دا چې له روغتيا سره يې اړه لري.

    كله چې د مېرمنو مياشتنۍ جامې راځې، د رحم داخلي برخه يې چې اندمتر نومېږي، رژېږي او له وينو سره تويېږي. په دې حالت كې چې رحم زخمي وي، ميكروب په اسانۍ سره بدن ته ننوتى شي. لكه د كور د دېوال يوه برخه چې سورۍ يا ړنګه وي او دوړې په كې ننوځي. د نفاس (له زېږونه وروسته خونريزي) په حالت كې هم د ماشوم جوړه يا ((مرض)) چې له رحمه جلا كېږي، ځاى يې زخمي وي؛ نو د ميكروب د ننوتو لپاره لاره هواره وي. د رحم ګزك په نس كې د ماشوم د مړينې سبب ګرځېدلى شي. كله كله د رحم دوامدار ګزك مېرمنې له اولاده غورځوي، دوى بيا د اميدوارۍ وړتيا له لاسه وركوي.

    ځينې مېرمنې خپل ټوكر پاك نه ساتي؛ ځكه خو زموږ په خلكو كې د رحم ګزك خورا زيات ليدل كېږي. هغه ټوكر چې د جامې يا د نفاس پر وخت استعمالېږي، بايد هره ورځ بدل شي، په صابون پرېمينځل شي او لمر ته واچول شي. د ټوكر اتو كول هم د ميكروبونو د له منځه وړلو لپاره ضروري دي. په دې وروستيو كلونو كې د ((كوټكس)) په نامه تيار ټوكرونه بازار ته راغلي او په درملتونونو كې پيدا كېږي. كوټكس يوه دا ښېګڼه لري، چې نرم او وړوكى وي او استعمال يې څوک نه په عذابوي، بله ښېګڼه يې دا ده چې په ماشينونو كې صفا شوي وي، ميكروب په كې نه وي او بل ښه والى يې دا دى چې هر كوټكس فقط يو ځل استعمالېږي.

    له استعماله وروسته د كوټكس سوځول هم د مېرمنو پرده خوندي كوي او هم د ميكروب د ودې زمينه له منځه وړي. كوټكس چې تر نيكر لاندې اېښودل كېږي، له رحمه راوتلې ټوله وينه جذبوي او كالي له ككړېدو څخه ساتي. دا د مېرمنو پرده هم خوندي كوي؛ ځكه چې څوك پرې نه پوهېږي، چې د جامو وخت يې دى. هره مېرمن ممكن په مياشت كې څلور پينځو كوټكسو ته ضرورت ولري، چې اتيا يا سل افغانۍ ورباندې لګېږي؛ خو كه چېرې نا پاك ټوكر استعمال كړي او رحم يې ګزك وكړي؛ نو د پينځو سوو روپو دوايي به واخلي.

    موږ زاړه پال خلك يو، څه چې مو له ميندو پلرونو راپاتې دي، پر هماغه پايو؛ خو بايد ښه شيان او ښې چارې له نورو هم زده كړو. څنګه چې زموږ اكثرې خويندې نالوستې دي؛ نو زه له خپلو وروڼو څخه غواړم چې د هغوى روغتيا او پردې ته پام وكړي.

الأربعاء، 10 نوفمبر 2010