الأربعاء، 14 أبريل 2010

په یونان کې د تر سره شوي یوه تحقیق پایلي ثابتوي چې مجرد کسان د متحلو ( واده شویو) په پرتله ډیر ژر چاغیږي او د چاغوالي د استعداد ګراف یې د پخوا په پرت


د یوناني محقیقینو په هغه راپور کې چې تر څو میاشتنیو څیړنو وروسته د یونان په طبي ژورنال کې خپور شوي راغلي، له واده کولو وروسته د چاغیدو امکان دوه برابره زیاتیږي او یوازنی علت یې دا دی چې د متحلو کسانو د ژوند په طریقه کې د مجردۍ په تناسب ډیر لوی توپیر را منځ ته کیږي.
څیړونکو ویلي چې واده شوي کسان ډیره ډوۍ خوري، ډيري خبري کوي، د ټلویزیوني خپرونو ډیره ننداره کوي او همدا راز د مجردۍ د دوران په تناسب د هوسایني او آرامښت ډیر احساس کوي چې دغه عوامل د هغوي د بدن د چاغیدو لامل ګرځي.
په رپوټ کې راغلي چې متحل کسان د خپل بدن ښکلا ته ډیر پام نه کوي خو مجردین بیا د اندام ښکلا ته ډیر پام کوي او د اندام د ښه ساتلو لپاره له غوړو خوراکونو ډډه کوي او وخت ناوخت سپورټ هم کوي.
محقیقینو د خپل دغه رپوټ په پای کې له کورنیو وغوښتل چې ورزش ته پام زیات کړي او هغه خواړه و نه خوري چې د چاغوالي لامل ګرځي.
دغې څیړندویې ډلي ویلي چې چاغښت مرض ندی بلکې د مریضیو مور ده او هغه په دی معنی چې کله یو انسان چاغ شي نو ډیري ناروغۍ یې بدن ته لاره پیدا کوي .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق